Banner

غزل/ مجید قرار

02.08.2011 00:44

ښایسته نن خو که دې شپه کړې وای
خدای به زمونږ درسره ښه کړې وای

زموږ دې سترګې وې پر سپینه غاړه
کاش دې دوعا یو څه اوږده کړې وای

جانان مې درومي، څنګ دې خوښه ده چې
رقیبه نن خو دې مېله کړې وای

ته خو به لږ را لنډېدلې نوره
خدای که مې هیچا ته کیسه کړې وای

جانانه اوس به دې څه نه ویلای
خیر دی، بل وخت به دې ګيله کړې وای

اول دې ځان ور نیږدې کړی وای لږ
سوکه سوکه به دې دعوه کړې وای

زموږ که زړونه اوبو هم وړي وای
موږ به پر ښکلیو عریضه کړې وای

کاشکې خو ما د خپلې مینې کیسه
درته، دا څرنګه چې ده، کړې وای

یو څه خوارۍ به دې ایستلي وای لا
قراره بیا به دې توبه کړې وای

عنايت الله له پکتيکا نه 27.12.2012 14:19

قرار صاحب ډير خوږ غزل دی ليکلی ګوتی دی ماتی مه شه

شمس الرحمن 15.11.2012 17:54

د ټولو مخکي د زړه له کومی خپل سلامونه او نیکی هیلی تاته ( قرار صیب) او ستاسي له طریق ستاسی محترمی کورنی ته وړاندی کوم .
واقعاً چی د غزل په کی یو خاص احساس موجود وو او د لوستلو څخه می ډیر خوند واخیست الله (ج) دی تاته د لا ډیر عزت درکړی چی له همدی طریق نه د خپل هیوادوالو خدمت جوګه وګرځی. . مننه
په درناوی
استاد لودین شمس الرحمن ( زاهد) درنوری

توریالی جلالزی 13.09.2011 07:40

قرار صیب!

د غزل په اړه به څه ووایم. د لفظونو کمی دی. داسې لفظونه چې وکولای شم خپل احساسات بيان کړم راسره نشته. د هر غزل په ويلو سره مې ناڅاپه واه له خولې ووځي او يو عجيبه احساس کوم ډېر خوند راکړي. خدای دې په ځواني برکت کړه.
خدای دې تر ډېره راته ژوندی لره
امین ثم امین

په مینه او ادب
جلالزی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.