Banner

غزل / قرار

22.06.2011 14:54

خال دې زمونږ د زړه د داغ مقام ته نه رسېږي
دا ځلبلوکی  د څراغ مقام ته نه رسېږي

په موږ کې زور دی، او یا زر دي، چې لرې یې کنه
په موږ کې خلک په دماغ مقام ته نه رسېږي

څو چې د مشر په ستاینه کې اخلاص ونکړي
څو چې ونه وایي درواغ مقام ته نه رسېږي

دا ضمانت نشته چې زرکي او ګلسر د وطن
له پامه نه غورځي او کاغ مقام ته نه رسېږي

چي د وګړیو، مظلومانو وولي ونه داغي
په خپله څوکه د کنداغ مقام ته نه رسېږي

بېکسيار 04.08.2011 12:02

سلامونه ګرانه نااشنا وروره قرارصیبه<br /><br />بل ځل نه بلکې ډېر عام یې ځل بل دی .<br /><br />ستاسو له همېشنیو ښکلو شعرونو ډېره زیاته مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.