Banner

غزل/مجید قرار

26.05.2011 20:18

سترګې دې رڼې کړي د سرو وینو تجار چېرته دی
ړوند دي شي په دواړو، په پښتون کې کفار چېرته دی

دلته خو ظالم لا د فتوا په حفاظت کې دی
څه شوئ مظلومانو، هغه ستاسې ازار چېرته دی

ما یې کیسې ډېرې اورېدلي وې خو کومه ده،
لویه پکتیا چېرته ده، او لوی کندهار چېرته دی

مار به یې ساتلی وي، او خلکو ته به وایي چې
خدای که به خبر یمه له سره چې مار چېرته دی

راشي د رنډیو له هېواده، پاکې خاوري ته
لا به خبر نه وي چې د کفر دیار چېرته دی

زړه د اهریمن درته قراره پړسېدلی دی
وي دي کنه، وي دي، تر دې غټ افتخار چېرته دی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.