Banner

غزل / قرار

23.04.2011 16:28

 وژني مو بې هیڅه، بې ازاره، دا به څنګه شي
دا خو ډېره سخته ده باداره، دا به څنګه شي

 دا خو یې لا پرېږده، چې ظالم را سره څه کوي
نه ځي مظلومان سره په لاره دا به څنګه شي

 اوس چې خلک ښو ته رابلې نو درته وایي چې
 یاره، چې ډوډۍ نه ده تیاره، دا به څنګه شي

 وژاړي مظلوم، او خلک مرستي ته ور ودانګي
 خلک چې اوس نه ژاړي له ډاره، دا به څنګه شي

 زوی د خپل وطن مو چې په کار کې مشوره غواړي
ورشي تور غلیم ته مو، چې پلاره دا به څنګه شي

 اوس خو زما نه منې، چې زر قسمه درکړمه
بیا به ما ته نه وایې، چې یاره دا به څنګه شي

 ځای چې د خوښۍ وي، موږ یې هېر یو، خو چې غم وي بیا

موږ ته لانجه راوي، چې قراره دا به څنګه شي

 

MatSwed 17.09.2011 16:21

Yaara che dodey na da tayara da ba sanga shi:D<br />Wonderful!<br />

sameer sodaif 26.05.2011 10:36

wow i surprised to be see that its out standing but pls dont remember to be continue

نقيب احمدعزيزي 05.05.2011 07:40

ياره قرار جانه تل خوشحاله اوسي.ماشاءالله ډيرعجب غزل ليکئ خو مگر هيله کوم لاس تري وانه خلئ که موږوگورو ځيني شاعران مو اوس بيخي غزل نه ليکي خو نه يم خبر ولي.او دا کار راته خوندور نه ښکاري مننه

عزېزالله(روحيل) 24.04.2011 06:51

ګرانه٠قرار غزل مئ ډير خوښ شو واله چې هغه د زړه د مېنې څخه ډک وختو رایاد کړه تاسو څخه ډير مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.