Banner

قرار: ستونی د رقیب او زړه د یار زما په لاس کې و

09.09.2010 05:34

وخت و، داسې وخت و چې مهار زما په لاس کې و
ستونی د رقیب، او زړه د یار زما په لاس کې و

دا خبره نه وه، چې به کار زما په لاس کې و
کار د هر سړي و، ابتکار زما په لاس کې و

ته هغه ګوډۍ وې، چې اسمان در باندې ښکلی و
زه هغه هلک ومه چې تار زما په لاس کې و

ښکلي مې تابع ول، او له دغه برکته نو
یو مخې د زړونو کاروبار زما په لاس کې و

ما به چې ګلونه لمسول نو یو رقیب و چې
هر ځلې به تللی لکه خار زما په لاس کې و

چا چې به یې قد تر خپله حده پورته وګاڼه
کاڼی به یې سر ته انتظار زما په لاس کې و

ته وې زما مېنه، ستا په زړه کې اوسېدمه زه
زه د ښار امیر وم دغه ښار زما په لاس کې و

غر وم، د سیند غاړه وم، د ښکلې درې ډډه وم
لمنځه، که نښتر و، که چنار زما په لاس کې وو

تل مې غبرګولې، را وتلي او تېرې څوکې
تل به یو سټک - لکه نجار - زما په لاس کې و

بد کوو چې داسې په وهمونو باوري یو تل
بد کوي چې وایي، چې غبار زما په لاس کې و

ښه ده چې دا ښکلې بلا عذر شوه، قرار او
ښه ده چې یو زړه ورته تیار زما په لاس کې و

نقیب احمد عزیزی غزنی 06.04.2011 07:11

دغه بخت ته ګوره چی اشعار دقرارګورمه
جام وماته څه وو چی خمار زماپه لاس کی وو

نقیب احمد عزیزی غزنی 06.04.2011 07:11

دغه بخت ته ګوره چی اشعار دقرارګورمه
جام وماته څه وو چی خمار زماپه لاس کی وو

محمد عابد علمي 26.09.2010 06:46

سلامونه او نېکې هیلې قرار صاحب تا ته او د شاعرنه بلاګ ټولو کتونکو ته!
قرار صاحب! دې غزل خو د دومره خوند راکړ چې باور وکړه لکه د افغان ادبي بهیر یوه بشپړه مشاعره مې چې اورېدلې وي. قرار صاحب خدای مې د نه غلطوي لکه چې د تاسو کومه شعري ټولګه تر اوسه نده چاپ شوې. زه فکر کوم چې دا کار باید وړاندې شوي واي. څنګه په راتلونکي کې څه پلان لرئ او که نه؟ که د دا کار وکړ نو د خپل شعر په ډیرو مینه والو به د لویه لورېینه وي.

محمد عابد علمي د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون

محمد عابد علمي 26.09.2010 06:45

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.