Banner

قرار: د کندهار د پرونیو بریدونو پړه اخیستونکیو ته! - متن او غږ

03.09.2010 18:39

بیا دې په غاړه د بلا مرګونو پړه واخیسته
شاباس، په خپله بربادۍ کې دې حصه واخیسته

بیا دې څو میندې د زامنو سر ته کښېنولې
بیا دې له څو پښتنو خوېندو نه اسره واخیسته

د مرګ امیره، موږ د ژوند لپاره خواست کړی دی
زموږ له لاسو که دې دغه عریضه واخیسته

دا که دې بیا پردو ملکونو ته په کډه کړلو
دا دې نو بیا د خور له سره لوپټه واخیسته

د داسې چا، چې یې هر کار ته ورکوله اوږه
د داسې ژڼي جنازه مو په اوږه واخیسته

دوی د ماضي په زنګ وهلیو، او ناچلیو سیکو
زموږ له خلکو یوه روښانه آینده واخیسته

دا لېونی دی، دا په خپل مړوند وارونه کوي
د دې سړې که چا له لاسو نه تېشه واخیسته

قراره خواره آخرت ته دې ورخونه تړه
تا خو له ژونده یوه ذره هم خونده نه واخیسته

حکمت الله حکمتی له غزنی نه! 13.02.2011 07:41

دیرمحترم اوقدرمن ورورقرارصاحب سلامونه نیکی هیلی احترامات می حضورته قبول کړه:
واقعا ستاهره خبره ددی ملت بچیانوته له ځان سره ښکلی پیغام لیږدوی، خوافسوس زموږ وروڼه ځانوه نه پوهوی اویاخوده سره ورباندی پوهیږی نه.
مننه

نجیب الله پیمان 04.09.2010 09:36

قرار صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه !
وایم خدای خو د د ژوند تر پایه له ټولو مصیبتونو نه په امان لره، خدای د اوږد عمر درکړي

تل په زړه پورې غزلونه لیکې، خو دا ځل نو د داسې څه لیکلي چې زه یې د ستایلو لپاره کلیمات نلرم ، قلم د تل روان اوسه.

په درنښت
نجیب الله پیمان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.