Banner

مجید قرار: غزل ګوټی

08.08.2010 19:15

مخ راته روښانه کړي لمبه لاره را ښيي

موږ چې له چا بد منو، هغه لاره را ښيي

 

ښه په دې پوهېږمه چې ښه لاره راښيي

هره یوه سا مې دغه یوه لاره را ښيي

 

زه مزل وهلی، د یار دغه ظلم ګوره

نه را کوي شپه راته، او نه لاره راښيي

 

هرڅو که دې سترګې، نېغې زړه ته لاره وکړي

ول دې د کاکل کږه وږه لاره راښيي

 

دې خو خودغرضې ایله خپل وجود رڼا کړ

هسي وو په تمه چې ډیوه لاره را ښيي

 

اوس مو اعتبار یواځې پاتې پر هغو دی

څوک چې دي په ډل کې راسره، لاره را ښيي

 

هیچا دې د زړه په لنډه لاره سیده نه کړو

هر سړی چې وپوښتو اوږده لاره را ښيي

 

زړه مې لېونی دی، لېونی خو لېونی وي

خود به نو قراره سرچپه لاره را ښيي

وکیل کتوازی 13.02.2013 07:38

مننه کوم له شاعرانه نیت نه ما کوشش وکر چی په فیسبوک ستاسی پانه لیک کرم خو پیدا می نه کره که نه وی نو حتما په فیسبوک هم صفحه ولری مننننننه <br />

زین الد ین مسعود 10.07.2011 19:29

د مجید قرار غزلونه بې جوړې دي دده د لا زیاتو بریالیتبونو په هیله.

محمد باهر صابری 03.03.2011 06:16

سلامونه گرانه ورور جانه خدای د وکری صحتمند او روغ اوسیو اقعاً دیر شکلی شعر د تحریر کری دی که هر سوک ئی ولولی انشاءالله چی خوخ به ئی شی کامیاب اوسی<br />

haji naeem zamzam maroopذ 12.09.2010 08:05

دېره زېاته مننه کوشش وکره ورور جانه چې څه داسې شعرونه نور هم ولیکې چی خلک ترینه فاېده واخلې مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.