Banner

غزل: قرار

07.07.2010 20:21

څنګه دې لرې له زړه وشړم په "ځه" خو نه یې
ماشومانه خویونه مه کوه وړه خو نه یې

د زړه خبره ده، منو یې، کمزوري ده زموږ
کنه ریښتیا به سره وایو دومره ښه خو نه یې

نور به دې نوم په خوله وانخلم، نور دې نه یادوم
په تا خو نه مسلمانېږم، کلیمه خو نه یې

ښایسته یې، ښایسته یې، ښایسته ښه ډېره یې
خو چې دا زه وایمه دومره ښایسته خو نه یې

د خپلو غمه دلته دومره تکلف څه مانا؟
زړه ته ډاډه راځه، خپل کور دې دی، مېلمه خو نه یې

زړګیه، نور دې تمایل ښکلیو ته نه منمه
ته د مهم سړی زړګی یې سر ایله خو نه یې

ما وېل زما او ستا خبره به نو څرنګه شي
وېلې قراره، دا ته څه وایې، نشه خو نه یې

نقيب احمدعزيزي 05.05.2011 09:00

قرارصاحب وفا اشنا يي لا بيا څو بطرئ خوري دی اوس داسي کره کتونکی شوچي په شعر څه نه ليکي او شاعران سره پرتله کوي.
ده ته دومره وايم نو چي دا سي تکړه يي ولي په کاناډ يا د نبراسکا د پوهنتون رياست نه نيسئ او ورته وايه چي ته او خدای که به له ځمکي د اسمان ستوري شميري.

بريالى جلالزى 29.04.2011 08:47

سلامونه قرار صيب

خداى شته ټول غزل ډېر ښكلى دى خو لاندنى بيت

ښایسته یې، ښایسته یې، ښایسته ښه ډېره یې
خو چې دا زه وایمه دومره ښایسته خو نه یې

ډېر، ډېر، ډېر ښكلى بيت دى.

په دغه غزل مې د يو- دوو وروڼو نظرونه ولوستل، دا په دوى پورې اړه لري. ما خو لومړني بيتونه روان ولوستل نه پوهېږم دوى ته ولې پكې ستونزه ښكارېده. بله دا چې ځينو ملګرو ويلو و، چې قرار صيب د جلان، دروېش او.... په سبك روان يې زما په اند دوى ځكه دا خبره كوي، چې دغه كسان ډېر تكړه او پېژندل شوي شاعران دي او قرار صيب ته هم د دوى په كتار كې را ځې نو ځګه خلك وايي چې د جلان، دروېش او... په څېر شاعري كوي يا يې په سبك روان يې.

قرار صيب د ټولګې د چاپېدو په تمه دي يو. خداى دې وكړي، چې په دې كار هم لاس پورې كړې

غني خان غالب 29.03.2011 15:51

قرارصیب سلامونه اونیکي هیلي مي ومنه ډیره ښايسته غزل دی
اودنورو ښایستوغزلوپه انتظاردی یم
نوربه دې نوم په خوله وانخلم نوردې نه یادوم
په تاخو نه مسلمانیږوو،کلیمه خونه یې
اودادوه بیته غزل درته ډالۍ کوم

ترڅوبه تیره وم بې یاره ژوند په دغه کلی کي
پاته نه ده اوس دپخواخوند په دغه کلی کي

ملاچي اوس داښکلو ته کتل هم،یوه ګنابولي
خاوري به دوه زړونه سي پیوند په دغه کلی کي

میامحمدی 10.08.2010 12:47

قرار صیب مین خو نه یی ما دی نن شعرونه ولیدل تول عشقی او د مینی نه دک دی
الله دی نصرت وکره

ځواب:

سلامونه ميا صېب!   له شنه اسمانه باران کله ووري

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.