Banner

قرار/ غزل: دومره خو په خوب کې خررا هم کوو

01.07.2010 17:34
خوله هم له چا غواړو، حیا هم کوو
ګرانه ده دا هم کوو، دا هم کوو

غله ته لومه هم ږدو، خو له غله سره
وړاندې په دې هکله سلا هم کوو

ورک یې هم کړو، ژوند هم ور په زهرو کړو
وروسته ورته خپله دوعا هم کوو

څومره چې د ځینو غزلونه دي
هومره موږ په خوب کې خررا هم کوو

بس ده چې پرون مو نن په یاد نه وه
نن به ښکلیه غم د سبا هم کوو

موږ خو دې له سترګو ازار ډېر وړی
خیر که دې د شونډو هوا هم کوو

یو ځلې به وایو ورته مخامخ
یو ځلې به دغه غزا هم کوو

مونږه شاعران خو بس همداسې یو
سوځو، لمبه هم او رڼا هم کوو

ښکلیه، په دې سترګو چې سترګک وهو
موږ در پسې غرکه ژړا هم کوو

مینه ده، جګړه ده له تقدیر سره
نیمه نیمه منډه په شا هم کوو

خپل زړه به هم وپوښتو، خو نه یاره
څه خو به پوښتنه له تا هم کوو

بیا به راځو، بیا به سودا هم کوو
مات نه یو، بیا هم کوو بیا هم کوو

خړې سترګې شیخ اعتراف وکړ چې
مونږه خو قراره ګونا هم کوو
کریم الله مشکور خوستkarim.mashkor@yahoo.com 02.07.2010 19:00

ګرانه قراره سلام ما هم ستا عزل اوویلو ډیر خوندور دی وله دوستانو نجیلاته ډیری څه لیکلی دی خو زه انجیلاته دومره وایم چی کیدای شی ددعی عزل دویلو پرمهال په خپل حال کی نه وی ځکه چی په کلیفورنیاکی اوسیږی
نور چاپه زوره ګرانی نه یی مجبوره کړی چی دقرارصاحب عزل اووایه
کریم الله مشکور خوست افغانستان

انعام الله ګوهر 02.07.2010 10:40

ډير خوږ غزل وه او دا چي نجلا مينه په امريکا کي ژوند کوي نو معلومه خبر ده هغې ته اوس شعرونه خوند نه وکوي ځکه په امريکا کي خو تاسي پوهيږۍ ډير شيان دي چي دانسان توجه نه صرف لا شعرو بلکه له پښتو څخه هم اړوي بهر حال ..................................ځه خير د هر چا خپل خيال وي .
ګوهر

خيبر 02.07.2010 08:11

ګرانې خورې نجلا جانې شاعر چې شا عرې کوي له وزګارتيا يې نه کوي دا پر شاعر د خدای يوه لورينه ده .دا سمه ده کوم کسان چې شعر نه شي لېکلای نه دي لېکي خو څوک يې چې لېکلای شي نو بيا يې ولي ونه ليکي . که ته وايي چې بې کاره کسان شعر لېکي نو تيروتې يې ځکه که داسي وايي ښاغلی قرار به اوس د کرني وزارت وياند نه و .

s.kakar 02.07.2010 04:45

سلامونه او نېکې هیلې ګران قرار ته !
الله دې وکړي چې روغ او جوړ یاست . یاره هغه د امرخیل خبره چې قربان د قرار د سترګو نه ، خو زه ورسره زیاتوم چې قربان د قرار د سترګور غزل نه !
څومره چې د ځینو غزلونه دي
هومره موږ په خوب کې خررا هم کوو

او بله نجلا مینې ته !
ګرانې لکه چې پیریانو نیولې یې ، او یا دا چې شعرونه دې نه خوښیږی او یا خوښیږي دې خو دغسې شعرونه ته ټینګیدلاۍ نشې ، ځکه چې یا به دې مینه کې درځ خوړلې وي او یا ............
خو یوه خبره واوره !
داسې د شاعرانو زړونه مه ماتوه ، کنه د شاعرانو خیرې به درپسې شي : لکه پیر امرخیل چې وایی :
ډک له شک او شبهات شه ، جينۍ مړه شې
زهر ، زهر دې خيالات شه ، جينۍ مړه شې
ناروغي دې خدای ښه مه کړه ، ساه نيولې !
د زړه درد دې نور هم زيات شه ، جينۍ مړه شې

بله دا چې د پښتو ادب نن سبا همدغه شاعري ته پاتې ده والله که نور خلک ورته داسې کار وکړي لکه چې شاعرانو ورته نن سبا کې کړی .
په پښتنه مینه
کاکړ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.