Banner

قرار: نه یاره په موږ کې قرار نشته بل/غږ او متن

07.06.2010 10:35
  • Forblog
  • 5650 96935312926 530847926 2214101 3242404 n

دا چې بې له مینې مو کار نشته بل
موږ ته تر دې غټ افتخار نشته بل

یو ته یې چې بیا بیا مې په خوله راځې
نور په دې مضمون کې تکرار نشته بل

هی غمونو، بیا مې په زړه ډله یاست
ورک شﺉ ستاسې ځای د بانډار نشته بل؟!

کوم یادوې، هاغه نمکي ښیې؟
دلته خو د زړونو تجار نشته بل

بس چې یار در ګوري ورته مه ګوره
غوره تر دې چل د اظهار نشته بل

هاغه یو قرار دی، چې قرار نه دی
نه یاره په موږ کې قرار نشته بل

عزېزالله(روحیل) 24.04.2011 07:57

ګرانه قرارجانه!ؤاس مې زنګ درته وهلو ډير خوشحاله شم چي شماره می دي پيدا کړه

عبيدنياز 07.06.2010 18:30

يقين وكره دير سه دى پۀ دى واره شعر كى راتول كرى دى قرار صاحب ... او زمونږدى ورور دير پۀ غږويلى

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.