Banner

قرار: موږ پرېږده زموږ خولې خو د دوعا لپاره دي

02.06.2010 19:16
• Forblog
• 5650 96935312926 530847926 2214101 3242404 n

موږ پرېږده زموږ خولې خو د دوعا لپاره دي
نه دا چې د یو چا د ښکلېدا لپاره دي

سرې شونډې را نیږدې کړه، ګناه هم ده خو راځه
دا ځینې اندامونه د ګنا لپاره دي

یو وخت و سادګي وه، زما داسې و ګومان
چې ټول د جهان ښکلي نو زما لپاره دي

نه اوسي په دې زړونو کې د زړونو مالکان
دا ښکلي محلونه د کیرا لپاره دي

په سترګو کې خو زر رنګه کیسې دي تا خو وېل
چې سترګې بس د اوښکو او ژړا لپاره دي

زما سپېرو لبانو ته څه پاتې شوو چې ستا
دا سره او سپین غامبوري د حیا لپاره دي

میامحمدی 10.08.2010 12:31

سرې شونډې را نیږدې کړه، ګناه هم ده خو راځه
دا ځینې اندامونه د ګنا لپاره دي

قرار صیب خه شعر دی لیکلی دی کوشش کوه چی خه شاعر شی
خو به په شعرونو کی انحراف ونکری

ګل محمد 30.06.2010 11:46

دا ښکلي هسي وايي چې ښکلا زموږ سره ده
خو زه وايم دا هر څه د اشنا لپاره دي
ډېر ښکلى شعر وو
په درناوى

١جمل خان 08.06.2010 06:37

وا ؤ١

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.