Banner

قرار: بېګا مې له بې غورې سره غوري/متن او غږ

02.06.2010 10:41
• Forblog
• 5650 96935312926 530847926 2214101 3242404 n

بېګا مې له بې غورې سره غورې کړي دي
نن الوزمه خلکو ما وزرې کړي دي

ګل ونو د غوټیو په ځای سږ لکه چې بیا
ښایسته ښایسته رنګه رنګه سندرې کړي دي

ما ناره پرون کړې وه چې ویې سوم الله
دې وېلې چې ده ما پسې خبرې کړي دي

وخ اوښکه په باړخه لکه د څاڅکي د شبنم
عجیبه ده ګلپاڼې ملغلرې کړي دي

په ما چې څه کانې شوي دا دومره زمانه
اوس غږ وکړم چې دغې معتبرې کړي دي؟

دا ستا که په وربل باندې ګلونه وو کتار
زمونږ زړونو هم ښایسته ښایسته پرهرې کړي دي

لږ ښه شوه وېلې نه قراره، ټولې نه منم
یو څو دې پکې لږ څه خوندورې کړي دي

ایمل عبدالله 08.10.2011 15:55

څووووووومره خوندور قرار صیب شعرهمداسې خوند کوی خداې دې لره ایله می شعري تنده ماته شوه خصوصأ زمازړه هم ښایسته ښایسته پرهرې کړې دي
ماته دکاروان صیب هغه بیت راپه یاد شو چه
دریازاهدان ټول جهنمیان دي- اوشاعران خوشاګردان دښکلي رب دي بېشکه

شررساپي 01.07.2010 09:36

زه خوويم په خدای چي ثاني نلري
ته ووایه ستا په نظرڅنګه وو

بابري كتوازي بكخيل 07.06.2010 22:42

grana qrar seb slamona sta da khundawr shirono di lasa tola wraz tali wahm wly di shpi me khob na wy pora da shpy wib da wrazi dokandari**kamyab uesi

سلطان احمدزى 07.06.2010 06:02

قرار صاحب سلامونه ! ښايسته غزل دى د شپږم بيت په دوهم نيم بيتي كې د وزن له اړخه لږ څه مشكل شته كه داسې شي يو خو به يې د وزن ستونزه حل شي او بل به مخاطب تنها تاسو ته منسوب وي .
دا ستا که په وربل باندې ګلونه وو کتار
زما زړه هم ښايسته ښايسته پرهرې كړې دي

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.