Banner

قرار: له جغرافيې سره د هالبروک د جګړې په اړه

18.03.2010 14:59

ناپوهه چې کېوتي دي له ما سره په جنګ
کېوتي دي د ميندو له دوعا سره په جنګ

دا ولي وي زموږه په دې خاوره هر سړی
له غرونو له سيندونو او هوا سره په جنګ

ډېر خلک د غليم پر ځای اخته دي دلته اوس
د خپلو تقاضاوو له بلا سره په جنګ

له سترګو د تمييز د تښتولو په غرض
څوک اچوي هندارې او رڼا سره په جنګ؟

ها مخامخ خو هسې هم د سر قاتل ګڼي
دا دوه چې سره ناست دي خوا تر خوا سره په جنګ

ملګريو په مردارو اوبو نه کېږي اودس
په خدای که مو کيسه کړله صفا سره په جنګ

ګل محمد فقير زې 19.03.2010 16:25

قرار صاحب سلامونه اوښي چاری٠
وطنوالو ته پوره پته ده دا هيواد دنړی د عريبو هيوادونو په اول قطار کی دی
څيړی وني تبرګي ته وويل که لاستی دی زما نوی تبرګيه تا زه نشولم غوځولی٠

زه دغی بي عقل سياستمدار ته وايم ستا په مقابل کی ډير کم او دګوتو په شمار کسان جنګږی اوکه ته بي عقل نهيې داتوطيه درته اسلام اباد يغنی اسلامبرباد جوړه کړی ده
او شمالی ټلواله دامفکوره دغی بي شعوره نماينده ته ورکوی او لر او بر پښتنو ته دومره
دسراومال تاوانونه ورسيږی او دپښتنو ټولی سيمي ستاسو له خوا ددغو اجينټانوله دغلطو
راپورونو پواسط بمباريږی او که داسی توطيی او د پښتنو دورکيدوپلان دی راوړی وی
تا اي هالبروک اول دپښتنو دبمبار پلان اسلام اباد کیجوړوی او بيا دسرحد دواړو خواو
کی تطبيقوی خيال دی ساته پښتانه دومره ستاسو په توطيو اودسيسو پوهيږی او مونږ د
شرق اوغرب يغنی دمسکو او واشنګټن او ورپسی ګوډاکيانو ايران اوپاکستان په چلونو
ښه پوهيږو زه دومره وايم دازار نه چا بازار موندلی ندی دا اولس که پهتنک شو بياپهجنک شو دنورو پشان ټولی وسلی پاتی وی دتيښتي لار به ورکه وی لافی مکو ه پښتون قام ويده ندی مو نږ په الله ايما ن لرو پهدرناوی

جلال 18.03.2010 20:07

سلام پيره
ډېر ښکلی او په زړه پورې دی.
په شعر او شعريت کې خو مې ډېر پخوا لا درته سلام کړی ؛خو په يارانه کې دې ولاکه ومنم .
اباد اوسې
جلال

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.