چې ته روان شې، مخه ښه کړې، او زه پاتې شمه *** له دې نیمه نیمزال وجوده به څه پاتې شمه
مخ راته روښانه کړي لمبه لاره را ښيي موږ چې له چا بد منو، هغه لاره را ښيي
زموږ بې روحه مجلسونه ربه ربه *** لو جوسې خالي منځونه ربه ربه
موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ په تېره کې څوک په حساب درې مدحیې نشي موندای زموږ په شعر کې څوک د دربارو قصیدې نشي موندای
موږ د ستاینې په چم نه پوهېږو زموږ په تېره کې څوک په حساب درې مدحیې نشي موندای زموږ په شعر کې څوک د دربارو قصیدې نشي موندای
څنګه دې لرې له زړه وشړم په "ځه" خو نه یې *** ماشومانه خویونه مه کوه وړه خو نه یې
خوله هم له چا غواړو، حیا هم کوو ګرانه ده دا هم کوو، دا هم کوو
دا چې بې له مینې مو کار نشته بل موږ ته تر دې غټ افتخار نشته بل
موږ پرېږده زموږ خولې خو د دوعا لپاره دي نه دا چې د یو چا د ښکلېدا لپاره دي
بېګا مې له بې غورې سره غورې کړي دي نن الوزمه خلکو ما وزرې کړي دي
د دوی خیال دی چې زموږ په دې نړۍ کې
خلک یا د دوی په څېر دي، او یا نه دي
د دوی خیال دی چې یوه کرښه د بېلتون ده
خلک یا ځینې را تېر دي، او یا نه دي
ناپوهه چې کېوتي دي له ما سره په جنګ ××× کېوتي دي د میندو له دوعا سره په جنګ
چې استبداد و، هغه لا ښه و * پاچا جلاد و هغه لا ښه و
له شنه سهاره تر ماښامه چې راډیو کوک کړې ××× ایتلافي ځواکونو××× پنځه ښځمنې دي وژلي درې ځلمي یې وړي×××


